۰
خپلواک:

راتلونکو اونیو کې به د سولې په اړه وضاحت وشي او ولس به تصمیم ونیسي

پنجشنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۲
د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی ډاکتر محمد اکرم خپلواک وایي، راتلونکو اونیو کې به د سولې خبرې له مبهم او ګونګ حالت څخه راووځي.
راتلونکو اونیو کې به د سولې په اړه وضاحت وشي او ولس به تصمیم ونیسي
د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د ملي روغې جوړې عالي شورا غړی ډاکتر محمد اکرم خپلواک وایي، راتلونکو اونیو کې به د سولې خبرې له مبهم او ګونګ حالت څخه راووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خپلواک چې نن پنشنبې د چنګاښ ۲۳ مه کابل کې د سولې په تړاو یوې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې په تېر کې د سولې په پروسه کې ځینې تېروتنې او اشتباهات د دغه پروسې د ځنډ او خنډ لامل شوي دي.

د هغه په وینا یو له دغه مواردو څخه دا وو چې د سولې اصلي مباحث له افغان ولس څخه پټ ساتل شوي و، که نه وای افغان ولس ډېر ژر د سولې په اړه پرېکړه کولی شوای.

خو په وینا یې نور دا حالت پای ته رسېدونکی دی او په راتلونکو څو اوینو کې به د سولې په اړه اساسي بحثونه پیل او وضاحت به وشي، چې وروسته به ولس تصمیم نیسي.

هغه و ویل«په راتلونکو څو اونیو کې به د سولې پروسه له مبهم حالت نه یوه واضح حالت ته راووځي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا عړي ټینګار وکړو چې افغان ولس په افغانستان کې د یوې تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکی دی نو ځکه باید حکومت، طالبان او نور سیاسیون او ښکېلې خواوې د تل پاتې سولې لپاره هڅه وکړي.

د خپلواک په وینا موقتې سولې او موقت حکومتونه افغانستان ته سوله نه شي راوستی، بلکې تل پاتې سوله هغه وخت راتلی چې ټول اړخونه ملي ګتې په پام کې ونیسي او ولس خپل برخلیک او زعیم په خپله وټاکي.

اکرم خپلواک زیاته کړه، چې افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره دا هم مهمه ده، چې د نړیوالو او ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سیمې په کچه او له ګاونډیو دا تضمین واخستل شي، چې له دې وروسته به سپین بیرغ په تور هغه نه بدلېږي.

ښاغلي خپلواک یو ځل بیا ټینګار وکړو چې د ډلو ټپلو او احزابو سره موقته سوله افغانستان دایمي سولې او ثبات ته نه شي بېولی او دا څه اوس ملت هم نه غواړي، ځکه په دې پوه شوی دی.

نوموړي دا هم و ویل، چې که چېرې د طالبانو لا خوا دا ومنل شي، چې زعیم به ولس ټاکي په هغه صورت کې افغانستان تل پاتې سوله نه رسېدلی شي، که نه په وینا یې د طالبانو هدف هم ارګ وي او د سیاسیونو هدف هم ارګ وي، نو هېڅ کله به سولې ته ونه رسېږو.

د یاودنې ده، چې په دې ناسته کې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار او د وحدت ګوند مشر محمد محقق هم و ویل، چې په نن او سبا کې به یو پلاوی قطر ته ولاړ شي او هلته به ځینې فیصلي وشي، چې وروسته به اصلي تصمیم ولس ونیسي.

محقق په دې اړه نور جزیات ورنه کړل، چې د څه فیصله به کېږي، خو ویې ویل، چې په اوربند او له هغې وروسته به د سولې په خبرو بحث کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي