۰

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی سبا قطر ته ځي

دوشنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۲
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی به د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ شي.
د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی سبا قطر ته ځي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی به د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاندې ناجیې انوري ویلي ټاکل شوې مرکچي پلاوی سبا سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړي.

نوموړې وايي، د مرکچي پلاوي یو شمېر غړي به سبا قطر ته ولاړ شي او یو شمېر نور به یې له هغې وروسته دوحې ته ورسېږي.

دا چې د سولې خبرې به بیا کله پیل شي مېرمن انوري جزیات نه دي ورکړي خو وايي،  تېر کوچني اختر کې مرکچي ټیمونو تر منځ د یوې ګډې ناستې پر مهال د سولې خبرو  پر ژر پیلېدو او د دغه بهیر پر چټکېدو باندې ټینګار شوی وو.

مېرمن انوري وایي، دا ځل به مذاکرات له هغه ځایه پیل شي، چې بند شوي و او په خبره یې د جمهوریت مرکچي ټیم به په یوه قوي ارادې، پوره ژمنې او ښه چمتوالي سره مذاکراتو کې ګون وکړي.

د هغې په وینا د جمهوریت د پلاوی ټوله هڅه دا ده، چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف مذاکرات په بریالیتوب او ښه نتیجې سره پای ته ورسوي.

د یادونې ده، چې پرون د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي وو، چې د سولې خبرې به ژر پیل شي.

دغه راز ویل کېږي قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوی هم خبرو ته لېوالتیا ښودلې خو تر اوسه په رسمي ډول دغه ډلې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي