۰
د ملي امنیت شورا:

طالبانو تر اوسه یوازې ۱۹ افغان سرتېري خوشي کړي دي

یکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۴
د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له خوا د بندیانو خوشي کول د افغان حکومت د غوښتنې مطابق نه دي ځکه ډېری خوشي شوي کسان ملکي وګړي دي.
طالبانو تر اوسه یوازې ۱۹ افغان سرتېري خوشي کړي دي
د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له خوا د بندیانو خوشي کول د افغان حکومت د غوښتنې  مطابق نه دي ځکه ډېری خوشي شوي کسان ملکي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پرون شنبې د وري ۳۰ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، تر اوسه چې د طالبانو له خوا کوم بندیان خوشي شوي، دوه برخې یې ملکي وګړي دي.

فیصل زیاته کړه، چې طالبانو تر اوسه ۶۰ بندیان خوشي کړي، چې یوازې ۱۹ یې په کې افغان سرتېري او پاتې نور ټول ملکي وګړي دي.

د فیصل په وینا خوشي شوي ملکي کسان هم هغه دي، چې طالبانو نېږدې میاشت وړاندې د دې لپاره نیولي و، چې خپل لېست پرې پوره کړي.
 
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه«په کندهار کې ۲۰ نفره چې ازاد شوي، ۱۰یې پوځيان دي او ۱۰یې ملکیان، ۴۰ کسه چې په لغمان ولایت کې ازاد شوي په هغې کې ۹یې پوځیان دي، ۱۰یې ملکي کسان دي، ۱۲ هغه محلي پولیس دي چې طالبانو ته تسلیم شوي چې له دوی څخه به هم په کابل کې تحقیقات کېږي. همداراز ۶ کسه ترخیص شوي او ۳ کسه د زراعت مأمورین دي په ټوله کې ۱۹ کسه د افغان ځواکونه دي او پاتې نور ملکي او دولتي کارکوونکي دي.»

د نوموړي په خبره، په ازاد شویو بندیانو کې داسې کسان هم شته چې په تېر یوه میاشت کې یعنې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې وروسته د طالبانو له لوري برمته شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند وايي، د طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر لا روان دی او تر دا مهاله ‌یې ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړي دي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت تر اوسه پورې  د طالبانو ۳۶۰ بندیان خوشي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي