۰

ننګرهار کې د موټر بم برید مخه نیول شوې ده

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۳
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، منسووبینو یې ننګرهار ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید مخنیوی کړی دی.
ننګرهار کې د موټر بم برید مخه نیول شوې ده
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، منسووبینو یې ننګرهار ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید مخنیوی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست وايي، طالبانو په یوه هینو موټر کې ۱۳ سوه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړی و او غوښتل یې ننګرهار کې پرې برید وکړي.

سرچینه زیاتوي، طالبانو دغه موټر د وردګ ولایت څخه ننګرهار ته انتقال کړی و، چې هلته د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

د ملي امنیت ریاست وايي، که دغه موټر ته چاودنه ورکړل شوې وای، تر ۱۳ زره متره پورې تخریبي وړانګې یې خپرېدې، چې زیاته مرګ ژوبله او مالي زیانونه به یې اړولي و.

طالبانو تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د موټر بم کارونه زیاته شوې، چې تازه بېلګه یې د بلخ ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ موټر بم برید و، چې تر ۴۴ تنو پورې یې مرګ ژوبله واړوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي