۰

د برېښنا د ستنو نړولو سرلاری او درې ملګري یې ونیول شول

دوشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۵۴
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ځانګړو عملیاتو پر مهال یې د برېښنا ستنو نړولو اصلي سرلاری د درې نورو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.
د برېښنا د ستنو نړولو سرلاری او درې ملګري یې ونیول شول
د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د ځانګړو عملیاتو پر مهال یې د برېښنا ستنو نړولو اصلي سرلاری د درې نورو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن دوشنبې د چنګاښ ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کسان د داعش ډلې غړیتوب لري.

سرچینې ویلي، یاد کسان پروان ولایت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال له یوه اندازه وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

ملي امنیت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت د پروان یوې سرچینې ویلي، دغه کسان د یوه پولیس ترافیک تر پوهېدو او ملي امنیت ته تر خبر ورکولو وروسته نیول شوي دي.

سرچینه وايي، یو پولیس ترافیک دندې ته پر لار ګوري چې دوه تنه د برېښنا د یوې ستنې لاندې ناست دي او فرصت ته په کتو غواړي پایه په بمونو والوزوي.

دغه سرچینه زیاتوي، چې ترافیک پولیس دغه دوه کسان نیولي او وروسته یې ملي امنیت ته خبر ورکړی او د ملي امنیت صفر یو قطعې دوه تنه نور هم نیسي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې سالنګ ولسوالۍ کې هم د برېښنا ستنو نړولو په تور درې تنه نیول شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي