۰

پاکستان افغان سوادګرو ته د ګوادر بندر خلاص کړ

یکشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۵
د پاکستان حکومت ویلي، چې افغان سوداګرو ته د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته د مالومنو د لېږد رالږد اجازه ورکوي.
پاکستان افغان سوادګرو ته د ګوادر بندر خلاص کړ
د پاکستان حکومت ویلي، چې افغان سوداګرو ته د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته د مالومنو د لېږد رالږد اجازه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اعلان د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پرون شنبې د وري ۳۰ مه په یوه اعلامیه کې کړې دي.

په اعلامیه کې  ویل شوي، د پاکستان د سوداګرۍ خونې او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې غوښتنلیکونو ته په کتو یې پرېکړه کړې چې له ګوادر بندره افغانستان ته د غنمو، بورې او سرې یا کود د انتقال اجازه ورکړي.

اعلامیه وايي، دا اجازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ سوداګرۍ موافقې پر اساس ورکوي چې ورسره به له ګوادر بندر څخه افغانستان ته واردات شوني شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي