د پاکستان حکومت د طالبانو د مخکني مشر ملا اختر محمد منصور ټول ملکیتونه ضبط او د میلیونو کلدارو په ارزښت یې د هغه شپږ ملکیتونه لیلام کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ادارې څه موده وړاندې په کراچۍ کې د ملا اختر محمد منصور د ملکیتونو په اړه بشپړ راپور چمتو کړی او هر څه یې ترې د دولت په ولکه کې راوستي وو.
د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې پلټونکی پلاوي ویلي، وو چې ملا منصور د کراچۍ په ګلشن معمار، کی ډي ای سکیم ۴۵ او صنوبر هایټس کې ۴۴۱ متر مربع ځمکه او ګنو ښارګوټو کې کورونه لري.
په هغه پسې ګلزار هجري ښارګوټي دهلي مرکنټایل په څېر ګرانبیه سیمو کې هم کورنه او ملکیتونه ثبت وو.
د راپور له مخې د ملا اختر محمد منصور تر څنګ په ګل محمد او عمار یاسر هم د ځمکو او ملکیتونو په تړاو د تورو پیسو د مینځلو او فرېب دوسیې تېرې شوې دي.
ملا منصور د ځمکو د اخیستو لپاره دوه جعلي شناختي کارډونه هم لرل چې په یو کې یې نوم محمد ولي او په بل کې یې نوم ګل محمد ورکړی و او په دواړو نومونو یې بانکي حسابونه هم درلودل چې په دې منځ کې یې درې میلیونه روپۍ هم لرلې.
ملا منصور همدا راز په یوه کمپنۍ کې ځان هم بیمه کړی و چې له هغوی سره یې هم ۳۰۰ زره روپۍ ایښې وې او ټول ملکیتونه یې د سل میلیونه روپیو په اندازه حساب شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل