۰

ازبکستان د ریل ګاډي پر مټ افغانستان ته سوداګریزو توکو لېږد پیل کړ

سی شنبه ۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۶
ازبکستان خبر ورکړي، چې افغانستان لپاره یې د حیرتان بندر له لارې د ریل ګاډو په مرسته د سوداګریزو توکو لېږد لړۍ پیل کړې ده.
ازبکستان د ریل ګاډي پر مټ افغانستان ته سوداګریزو توکو لېږد پیل کړ
ازبکستان خبر ورکړي، چې افغانستان لپاره یې د حیرتان بندر له لارې د ریل ګاډو په مرسته د سوداګریزو توکو لېږد لړۍ پیل کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، هیواد یې په تاشکند او ځینو نورو سیمو کې د رېلګاډي واګونونه له سوداګریزو توکو ډکوي او افغانستان ته یې لېږدوي.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت په وینا دا چې د افغانستان اړتیا په دې ورځو کې ډېره ده نو د ریلګاډي د سفیر موده یې له ۶ ورځو څخه ۲ ورځو ته راکمه کړې ده او په اوونۍ کې به درې ځلې سوداګریز توکي د افغانستان حیرتان سوداګریز بندر ته رسوي.

 د ازبکستان د ترانسپورت وزارت د چارواکو په وینا تر دې وړاندې به د ۲۱۸ واګونونو درلودونکو ۴ ریلګاډو افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدول.

 دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ټرانسپورټ وزارت هم په وروستۍ یوه میاشت کې هېواد ته د اوسپنې پټلۍ له لارې په خوراکي توکو د ډکو نږدې زر واګونونو د داخلېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي