۰
بهرنیو چارو وزارت:

ولسمشر غني پخپله د ایران لخوا د افغانانو د وژلو موضوع څیړي

دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۴
بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر غني پخپله د ایران لخوا د افغانانو د وژلو موضوع څیړي.
ولسمشر غني پخپله د ایران لخوا د افغانانو د وژلو موضوع څیړي
بهرنیو چارو وزارت وايي، ولسمشر غني پخپله د ایران لخوا د افغانانو د وژلو موضوع څیړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایی چې له څیړنو وروسته به معلومات له ولس سره شریک شي.

ایراني عسکرو وړمه ورځ پنځوس افغان کارګران پر اوبو لاهو کړي وو، چې له دې ډلې یوازې دوولس یې ژوندي پاتې دي.

په هرات کې ځايي خبریالان وایي پنځوس افغان کارګر د ذوالفقار نومې سیمې له لارې په قاچاقي توګه ایران ته د ننه کېدل چې د ایراني پولیسو له لوري تر نیول کېدو وروسته د هریرود سیند ته غورځول شوي او دوولس کسه یې بریالي شوي چې ځانونه وژغوري.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون چې ایراني پوله‌ ساتو یو شمېر ناقانونه وراوښتونکي افغان مسافر وهلي او بیا یې سیند ته اچولي، یو بیان خپور کړی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي ایراني پوله ‌ساتو افغان مسافرو ته زیان نه ‌دی اړولی او دا پېښه د افغانستان په خاوره کې د ننه شوې.

د دغه وزارت ویاند سید عباس موسوي په اعلامیه کې د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې، خو ټینګار یې کړی چې د ایران پوله‌ ساتو ځواکونو ډاډ ورکړی چې داسې کومه پېښه د ایران په خاوره کې دننه نه‌ ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي