۰

امریکایي ديپلوماتان: له افغانستان د سرتېرو ایستل ستره تېروتنه ده

دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
یو شمېر پخوانیو امریکايي دیپلوماتانو ویلي، امریکايي ځواکونه یوازې د ټرمپ د پرېکړې پر بنسټ باید له افغانستان و نه وځي.
امریکایي ديپلوماتان: له افغانستان د سرتېرو ایستل ستره تېروتنه ده
یو شمېر پخوانیو امریکايي دیپلوماتانو ویلي، امریکايي ځواکونه یوازې د ټرمپ د پرېکړې پر بنسټ باید له افغانستان و نه وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغو پنځو مهمو امریکایي ديپلوماتانو چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی یادې څرګندونې په یوه ګډ بحث کې کړي دي.

دوی پنځو واړو ټینګار کړي، چې په ناڅاپي او بېړنۍ توګه به له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل یوه لویه تېروتنه وي.

دغه دیپلوماتانو زیاته کړې، امریکایي ځواکونه د ملګرو ملتونو د توافق له مخې افغانستان ته تللي دي نو اوس یوازې د کرونا ویروس په پلمه باید له افغانستان و نه ایستل شي.

د امریکايي دیپلوماتانو په وینا طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې خو لا هم له افغان حکومت سره په جګړه دي او مشرتابه یې تر ډېره له افغان حکومت سره پر خبرو باوري نه دي نو ځکه ښايي تر ډېره جګړو ته ادامه ورکړي.

دوی پر امریکایي حکومت غږ کړی چې د سرتېرو ایستلو ته بېړه ونه کړي او په پوره احتیاط دې تر هر اړخیزې څېړنې او د بشپړ ثبات تر راتګ وروسته خپل سرتېري وباسي.

دغه ديپلوماتان داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې تازه ولسمشر ټرمپ له خپلو سلاکارانو له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي