۰

ولسمشر ایران ته د تلونکو مسافرو د ټول وژنې لپاره ځانګړی پلټونکی پلاوی ټاکلی

شنبی ۲۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۴
ولسمشر غني د ایراني ځواکونو لخوا د لسګونه افغانانو د شکنجې او سیند ته د غورځولو په اړه د پلټنې لپاره د حمید طهماسي په مشرۍ لس کسیز باصلاحیته پلاوی وټاکه.
ولسمشر ایران ته د تلونکو مسافرو د ټول وژنې لپاره ځانګړی پلټونکی پلاوی ټاکلی
ولسمشر غني د ایراني ځواکونو لخوا د لسګونه افغانانو د شکنجې او سیند ته د غورځولو په اړه د پلټنې لپاره د حمید طهماسي په مشرۍ لس کسیز باصلاحیته پلاوی وټاکه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، د سرقومنداني اعلی نظامي سرمفتش حمید طهماسي او ورسره پلاوی به په دقیق او هر اړخیز ډول ایران سره په پوله د لږ تر لږه ۲۳ افغان کارګرو د بې رحمانه وژنې پلټنه وکړي.

 په دې پلاوي کې د ولسي جرګې، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د کډوالو وزارت، د ملي امنیت ریاست، د هرات ولایت مقام، د هرات ولایتي شورا او د ظفر ۲۰۷ نمبر قول اردو استازي شامل دي.

ولسمشر غني دغه پلاوی ته سپارښتنه کړې، چې بشپړې پلټنې و کړي او ژر تر ژره ولسمشر ته د خپلو پلټنو راپور ورکړي.

د یادونې ده، چې ایراني ځواکونو تېره شنبه له افغانستان څخه په کار پسې په قاچاقي ډول ور اوښتي ۵۷ کارګر له نیولو او شکنجې په هریرود سیند کې خوشې کړل.

راپورونه وايي، تر اوسه یې د ۱۸ کسانو مړي موندل شوي او ۱۶ کسانو یې ځانونه ژغورلي دي.

ایران که څه هم دا پېښه رد کړه خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران سره په دې اړه د ګډو پلټنو د ژر تر ژره پيل خبری ورکړی دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي