د ولسمشر غني په حضور کې، له ننګرهار څخه کونړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي قرارداد لاسلیک شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون پرون شنبې د غوایي ۲۰ مه د برېښنا شرکت د رییس داوود نورزي او د KPTL شرکت مرستیال رامېش کمار ترمنځ لاسلیک شو.
د برېښنا شرکت رییس داوود نورزي ویلي، له ننګرهار څخه کونړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي پروژه به په ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسېږي.
دی وايي، د ۲۹.۹ میلیون ډالرو په لګښت د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا دغه پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي، چې د استوګنیزو، صنعتي او سوداګریزو له ۳۰ زرو څخه زیات مشترکین به ترې ګټه واخلي او همداراز د برېښنا د دې مزي له لارې به نورستان ولایت ته هم د برېښنا یو دهلېز پرانیستل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل