۰
ملي امنیت:

طالبانو له القاعده او داعش سره اړیکه نه ده پرېکړې

دوشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج وايي، طالبان لا هم د القاعده او داعش سره پخه اړیکه لري او دا اړیکې یې تر اوسه نه دي پرېکړې.
طالبانو له القاعده او داعش سره اړیکه نه ده پرېکړې
د افغانستان د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج وايي، طالبان لا هم د القاعده او داعش سره پخه اړیکه لري او دا اړیکې یې تر اوسه نه دي پرېکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سراج دغه څرګندونې پرون یکشنبې د غوايي ۲۱ مه د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې کړې دي.

دغه غونډې ته د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندارابي او د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا هم وربلل شوي او په یوه فوق العاده غونډه کې یې له سناتورانو سره د هېواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

په دغه غونډه کې د ملي امنیت سرپرست ښاغلي سراج په ټینګار سره و ویل، چې طالبان له امریکا سره د هوکړې تر لاسلیک وروسته هېڅ لېوالتیا نه لري.

نوموړي زیاته کړه، طالبان هڅه کوي، له همدې فرصت څخه په ګتنې خپل زندانیان خوشي کړي او د جګړې له لارې ځان خپلې موخې او هدف ته ورسوي.

خو په وینا یې له دې سره سره به دغه ډله ونه توانېږي، چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي، ځکه د افغان ځواکونو له خوا سخت ځپل شوي دي.

د ملي امنیت سرپرست دا هم ویلي، چې طالبان تر اوسه پورې له ټولو ترهګرو ډولو په ځانګړي ډول له داعش او القاعده سره پخې اړیکې لري او دا اړیکې یې تر اوسه نه دي پرېکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې له امریکا سره د کړې هوکړې پر اساس طالبان باید له ټولو ترهګرو ډولو سره اړیکې پرې کړي.

بل خوا په یاده غونډه کې د مسعود انداربي و ویل، چې طالبان د جګړې لپاره چمتوالی لري او خپل بریدونه یې زیات کړي، خو په وینا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه سره له دې چې سولې ته ژمن دي، طالب ته به اجازه ورنکړي، چې د جګړې په ډګر کې بریالي شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست په ټینګار سره و ویل، چې طالبانو رښتیا هم بریدونه زیات کړي، خو په خبره یې هغوی خپلو ټاکل شویو اهدافو ته نه دي رسېدلي.

په غونډه کې بیا د دفاع وزارت مرستیال جنرال یاسین ضیا و ویل، چې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ۱۰ سلنه کمه شوې ده.

د هغه په وینا افغان ځواکونو په تېر یوه کال کې د طالبانو پر ضد ۷ سوه کمانډويي او هوايي عملیات کړي، چې درته مرګ ژوبله یې ورته اړولې او هغوی یې خپلو اهدافو ته په رسېدو کې ناکام کړي دي.

د ملي دفاع وزرات مرستیال وايي، دوی هڅه کوي، چې د افغانځواکونو د عملیاتي او اجرايي وړتیا نوره هم لوړه کړي تر چې د عملیاتو پر مال نور د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستې ته اړتیا پیدا نه  شي.

د غونډې په پای کې سناتورانو د امنیتي مسوولین خبرې د قناعت وړ وبللې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ، چې دغه بنسټ په خپل ټول توان سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي