د بروکینګز انیستیتوت څېړونکي مایکل اوهانلن وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې تر دې دمه کومه مثبته پایله نه ده لرلې او فکر نه کوي، چې دا هوکړه به عملي شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې طالبانو او امریکا د سولې هوکړه لاسلیک کړې ده خو دغه هوکړې تر دې دمه د جګړې پر ډګر کوم محسوس اغېز نه دی کړی.
نوموړی زیاتوي،لا هم جګړې روانې دي، تاوتریخوالی روان دی او طالبانو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده.
دی وایي همدې ته په کتو د دې تمه نه شي کېدای چې طالبان او امریکا دې په خپلو کې په ستراتیژیکو مسایلو کې همکاري ولري او یا دې د سولې اوسنۍ هوکړه عملي شي.
هغه وایي هوکړه په لومړیو او لړزانو مرحلو کې ده او وروستی تاوتریخوالی ښيي چې بې ګټې وه.
مایکل دا هم ویلي، د تاوتریخوالي دوام ښایي د باور فضا زیانمنه کړي او د سولې نور مراحل له خنډ سره مخ کړي.
د بروکینګز انیستیتوت څېړونکي په باور تاوتریخوالی په افغانستان کې کم شوی نه دی نو ځکه باید د سولې هوکړې ته هیله مندي هم کمه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل