چین له افغان امنیتي دفاعي ځواکونو سره د کرونا ضد طبي توکو او درملو مرسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د چین سفیر وانګ یي په ټویټر کې لیکلي، دا توکي پرون د چین د وسله وال پوځ په یوه پوځي الوتکه کې کابل ته ورسېدل.
نوموړي زیاته کړې، یادې طبي مرستې یې د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیرې یوسفزاده ته تسلیم کړې.
سفیر ویلي، هېواد يې په هر سخت وخت کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دی او خپلو مرستو او همکاریو ته به دوام ورکوي.
د یادونې ده، چین تر دې وړاندې هم یو ځل له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخنیوي په خطر د طبي توکو مرسته کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل