۰
ولسمشر غني:

وروستي بریدونه موږ نه شي سره بېلولی

پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
ولسمشر غني کابل او ننګرهار کې کې د وروستیو بریدونو د ټپيانو له لیدنې وروسته یو پیغام کې د ترهګرو دا ډول کارونه وحشت، ګمراهي او له اسلام څخه طغیان او سرکشي بللې ده.
وروستي بریدونه موږ نه شي سره بېلولی
ولسمشر غني کابل او ننګرهار کې کې د وروستیو بریدونو د ټپيانو له لیدنې وروسته یو پیغام کې د ترهګرو دا ډول کارونه وحشت، ګمراهي او له اسلام څخه طغیان او سرکشي بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر ویلي، هېڅ افغان له بل افغان څخه کم اوزیات نه دی، خو کله چې پر یو خاص قوم برید کېږي دی د همغه قشر پر طرف ولاړ دی.

ښاغلي غني ویلي«زه همدا نن هزاره یم، همدا نن شیعه یم، که دوی فکر کوي چې په دې کارونو به موږ تقسیم کړای شي، نو دا خوب دې نه ویني.»

ولسمشر زیاته کړه، چې د کابل او کوز کونړ پېښې یو تر بله هېڅ توپیر نه لري او ترهګرو په یوه ورځ کې له یوې خوا په جنازه او له بلې خوا د ماشومانو په روغتون برید کوي.

نوموړي ویلي، له ترهګرو سره د حکومت توپیر دا دی چې حکومت پر ماشوم د راتلونکي افغانستان لپاره پانګونه کوي، ترهګر یې وژني، حکومت روغتون جوړوي، دوی حمله پرې کوي چې په وینا يې له همدې کبله یې ځواکونو ته د یرغلیز حالت خپلولو امر کړی دی.

د یادونې ده، چې کابل او ننګرهار کې وروستیو خونړیو بریدونو کابو دوه سوه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي