۰
ټرمپ:

زموږ دنده ختمه ده نور دې افغان حکومت د ځان لپاره یو څه وکړي

پنجشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي، په افغانستان کې د دوی دنده نوره ختمه ده او اوس د افغان حکومت وخت دی چې د ځان لپاره یو څه وکړي.
زموږ دنده ختمه ده نور دې افغان حکومت د ځان لپاره یو څه وکړي
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي، په افغانستان کې د دوی دنده نوره ختمه ده او اوس د افغان حکومت وخت دی چې د ځان لپاره یو څه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي امریکایي ځواکونو کلونه په افغانستان کې جګړه کړې ده خو اوس د پولیس په توګه هلته دنده نه شي ترسره کولی چې د هر څه ساتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، اوس د افغان حکومت او افغانانو دنده ده چې د ځان د ساتنې او ترهګرو پر وړاندې د جګړې په برخه کې اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي، امریکا په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی پوځ لري خو دا په دې مانا نه ده چې په افغانستان کې به پاتې کېږي او تر پایه به هلته د پولیس دنده ترسره کوي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، چې افغانستان کې د وروستیو چاودنو  او بریدونو په اړه راپورونه ورته رسېدلي، خو په وینا یې افغان حکومت یې باید پر وړاندې اقدامات ترسره کړي.

د یادونې ده، چې  ټرمپ تر دې وړاندې هم په وار وار ویلي، چې نور امریکایي سرتېري په افغانستان او نړۍ کې د پولیسو دنده نه شي تر لاسه کولی او باید له دغه هېواد څخه وایستل شي.

ټرمپ یو ځل وړاندې د کرونا ویروس له امله هم له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو خبر کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
،
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي