ولسمشر غني یو ځل بیا امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې لا ډېر جدي اقدامات وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د هوايي او ځانګړو عملیاتو د قول اردوګانو له قومندانانو سره د خبرو تر څنګ د هېواد له ۱۱ قول اردوګانو سره خبرې کړې دي.
ولسمشر په دغه ویډیويي خبرو کې دوی ته لارښوونه کړې چې په خپلو کې د بل هر وخت په پرتله همغږي ډېره کړي.
ښاغلي غني ویلي، افغانستان په سیمه کې بې ساري او زړور پوځ لري او اوس د دې وخت دی چې د ترهګرو د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله خپله وړتیا وښيي.
نوموړي په ولایتونو او ولسوالیو کې هم د افغان ځواکونو ترمنځ د لا ډېرې همغږي پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی او په دې اړه یې ټولو امنیتي ادارو ته اړینې لارښوونې کړې دي.
ولسمشر غني تر هغه وروسته د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د تهاجمي عملیاتو د پیل امر وکړ چې ترهګرو ډلو په کابل او ننګرهار کې خونړي بریدونه وکړل او کابو ۲۰۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
جمهورخبري آژانس:کابل