۰

له بګرام زندان نه ۱۰۰ زندانیان خوشي شول

سی شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني په امر یې د ښه نیت لپاره د ۲ زره طالبانو د خوشې کولو لړۍ پيل کړه.
له بګرام زندان نه ۱۰۰ زندانیان خوشي شول
د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني په امر یې د ښه نیت لپاره د ۲ زره طالبانو د خوشې کولو لړۍ پيل کړه.

 جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لړۍ پرون د اختر دوهم پیل شوې، چې ورسره سم ۱۰۰ تنه طالب زندانیان په پروان له بګرام زندان څخه خوشي شول.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د پروان له زندان څخه نن ۱۰۰ تنه طالب بندیان د سولې پروسې د پرمختګ، د اوربند د دوام او مخامخ مذاکراتو د ژر تر ژره پیل په خاطر خوشې شوي دي.

ولسمشر غني څه موده وړاندې په لومړي پړاو کې د ۱۵۰۰ طالبانو د خوشې کولو امر کړی و چې هغه پروسه د ۱۰۰۰ بندیانو په خوشې کېدو تاوتریخوالي کمولو ته د طالبانو د نه ژمنتیا له کبله ودرول شوه.

خو کله چې طالبانو په اختر کې درې ورځنۍ اوربند اعلان کړ، ولسمشر غني یې هرکلی وکړ او د ښه نیت په موخه یې د ۲ زره نورو طالب زندانیانو د خوشي کولو فرمان هم ورکړ.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي