۰

چین: افغانستان سولې ته بېخي ډېر نېږدې شوی دی

سی شنبه ۶ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۸
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان تر بل هر وخت سولې ته ډېر نېږدې شوی خو دا لار لا هم کږلېچونه لري.
چین: افغانستان سولې ته بېخي ډېر نېږدې شوی دی
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان تر بل هر وخت سولې ته ډېر نېږدې شوی خو دا لار لا هم کږلېچونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانک يي د خپل هېواد ۱۳ مې ملي کنګرې په څنډه کې کړه ده.

نوموړي ویلي، د افغانستان خلک هم د نورو هېوادونو د وګړو په شان حق لري، چې له جګړې  لرې د سولې او امن په فضا کې ژوند وکړي.

دی وايي، افغانستان د بل هر وخت په پرتله سولې ته دېر نېږدې شوی دی، خو په وینا یې دا لار لا هم خنډونه لري، چې باید جدي کار ورته وشي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې د پایداره سولې لپاره پنځه اقدامات سمدواره ترسره شي چې د پایداره او یو موټي دولت رامنځته کول په کې لومړنی شرط دی.

هغه وايي، د سولې لپاره چوکاټ جوړول، د بهرنیو ځواکونووتل، له ترهګرۍ سره مبارزه او له ګاونډیو هیوادونو څخه یې د بهرني ملاتړ رامنځته کېدل افغانستان سولې ته رسولی شي.

د چین د بهرنو چارو وزیر ټینګار کړي، چې د سولې ټوله پروسه باید د افغانانو لخوا مخته یوړل شي تر څو هغوی خپل برخلیک پخپله وټاکي.

دی زیاتوي، افغانستان د سولې ځینې اهداف ترلاسه کړي دي، غني او عبدالله یو نوي دولت باندې هوکړه کړې ده او همدا راز د طالبانو لخوا اوربند هم مذاکراتو ته د دغې ډلې تمایل ښيي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ټینګار کړیدی چې هېواد به یې افغانستان په داخل کې د مذاکراتو د پرمختګ او د اقتصادي ودې لپاره افغانستان ته له سیمې سره د مشارکت امکانات برابر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي