۰

په کندهار کې چاودنې ۴ ملکیان ژوبل کړل

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۰
په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې څلور تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
په کندهار کې چاودنې ۴ ملکیان ژوبل کړل
په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې  څلور تنه  ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۳ مه د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ په نيکه شېلې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار چارواکي وايي، مازیګر مهال د ملکي وګړو موټر په فرعي لار روان و، چې په یاده سیمه کې خښ شوي ماین  پرې چاودنه کې  او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

دوی وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې  تر دې یوه ورځ وړاندې د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کې د ملکي کارګرانو په موټر هم د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې وه، چې ۷ کارګر په کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي