۰

کندهار کې موټر بم برید ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۹
په کندهار ولایت کې موټر بم برید شوی، چې د سیمه ییزه چارواکو په وینا د امنیتي سرتېرو تر څنګ په کې تر اوسه ۴۲ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې موټر بم برید ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
په کندهار ولایت کې موټر بم برید شوی، چې د سیمه ییزه چارواکو په وینا د امنیتي سرتېرو تر څنګ په کې تر اوسه ۴۲ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  برید تېره شپه (د لړم ۱۸ مه) شاوخوا ۹ بجې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په مرکز کې د استوګنې کورونو ته نېږې شوی دی.

د میوند ولسوال  د میوند ولسوال حاجي عبیدالله خان ویلي، د چاوېدونکو توکو ډک مازدا موټر د ولسوالۍ په بازار کې چاودنه کړې، چې له امله یې ۸ تنه وژل شوي او تر ۳۵ پورې ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، وژل شوي ۸ تنه ملکي وګړي دي، چې څلور په کې دوکانداران، دوه ښځې، یو ماشوم او یو حمامي شامل دی او دغه راز ۳۵ تنه نور ټپیان شوي، چې اکثریت یې ولسي وګړي دي.

تر اوسه د پېښې له ځای څخه ۳۴ تنه ټپیان میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوي چي یوې ښځي پکښې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
د میرویس نوکریوال ډاکترانو ویلي، تر نن سهار ۷ بجو پوري روغتون ته ۳۴ تنه ټپیان، چې ۲۰ په کې پولیس، ۱۴ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وروړل شوي دي.

د کندهار امنیه قومانداني ویاند جمال بارکزی هم د برید پخلي کوی وايي، ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک مازادا موټر ته د کندهار – هرات د شهرا د ساتنې د پوليسو د کنډک په عمومي درازه کې چاودنه ور کړې.
نوموړي زیاته کړه چې چاودنه ډيره زوره وره وه چې له کبله يې د سیمې نژدې کورونو کې د ملکي خلګو مرګ ژوبله رامنځته شوې.
د سیمي عیني شاهدان وايي، چاودنې په سیمه کې لوی تخریب رامنځته کړی او د مخابراتي شبکو څو انتنونه هم لمنځه تللي چې اړیکي نیول هم ورسره ستونزمني شوي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې موټر بم ځانمرګي بریدونه او چاودنې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.

دوه ورځې وړاندې زابل کې موټر بم برید ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله او کابو تېره یوه اوونۍ کې په پکتیا کې هم درې موټر بم بریدونه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي