د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسوول هینري کرالي وايي، دغه بانک د افغانستان د حکومت د ټولو ملي برنامو ملاتړ کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرالي دغه څرګندونې له ولسمشر غني سره په یوه ویډیويي کنفرانس کې کړې او ویلي یې دي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې د کرونا له امله د رامنځ ته شوي وضعیت منفي اغېز پر کورنیو راکم کړي.
دی وايي، نړیوال بانک د افغان حکومت له ټولو ملي او بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده چې په افغانستان کې دایمي پرمختګ ته زمینه برابره کړي.
ارګ وايي، په دې کنفرانس کې ولسمشر غني هم ویلي چې افغانستان د کرونا له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دوی هڅه کوي د کارنده پروګرامونو په مرسته ستونزې حل کړي.
د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم برخه لرله او د کرونا ویروس پراختیا یې د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل