۰

ولسمشر پر مولوي ایاز نیازي د چاودنې په اړه د څېړنو امر کړی

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۸
ولسمشر غني د حج او اوقافو د وزیر عبدالحکیم منیب په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوي ته دنده سپارلې چې د وزیر اکبر خان جومات پر امام او لمونځ کوونکو د پرونۍ چاودنې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.
ولسمشر پر مولوي ایاز نیازي د چاودنې په اړه د څېړنو امر کړی
ولسمشر غني د حج او اوقافو د وزیر عبدالحکیم منیب په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوي ته دنده سپارلې چې د وزیر اکبر خان جومات پر امام او لمونځ کوونکو د پرونۍ چاودنې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخي د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبه غبرګولې۱۴ ویلي چې په دغه شپږ کسیز پلاوي کې د افغانستان د علماو شورا، لوی څارنوالۍ، ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست باصلاحیته پلاوي شامل دي.

ښاغلي صدیقي په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي« جمهور رئیس محمداشرف غني د یو حکم له لارې د هیواد د ممتاز عالم او د وزیرمحمداکبرخان جامع جومات د خطیب ډاکټر محمدایاز نیازي او یو شمېر لمونځ کوونکو د شهادت د دقیقې او هراړخیزې ارزونې په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر عبدالحکیم منیب په مشرۍ شپږ کسیز پلاوی موظف کړ.»

ولسمشر غني د مولوي محمد ایاز نیازي له جنازې څخه د لیدنې پرمهال ویلي، یاد پلاوي ته یې سپارښتنه کړې چې د دغه کرغېړن عمل مرتکیبین که داعش او یا نورې ډلې وي ونیسي او د خپلو اعمالو په سزا یې ورسوي.

ښاغلي غني تر دې وړاندې په یوه اعلامیه کې زیاته کړې وه، چې پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري ضد جنایت دی.

باید وویل شي، چې پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۳ د کابل د وزیر اکبرخان په جامع جومات کې چاودنه شوه، چې په کې د دغه جومات خطیب، دیني عالم او پوهنتون استاز ډاکتر محمد ایاز نیازی او یو بل لمونځ کوونکی شهیدان او دوه نور ټپيان شول.

د برید مسوولیت چا تر اوسه نه دی اخیستی، خو طالبانو دغه برید غندلی او دا یې یو جنایت بللی دی.

خو د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح دا کار د طالبانو بولي او وايي، دا دوی دي، چې ترهګرۍ ته یې بنسټ اېښۍ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي