۰
ولسمشرغني:

د بهرنیو ځواکونو وتل افغانستان ته نه، بلکې امریکا ته د اندېښنې وړ مسله ده

جمعه ۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان لپاره نه بلکې، د امریکا لپاره د اندېښنې وړ مسله بللې ده.
د بهرنیو ځواکونو وتل افغانستان ته نه، بلکې امریکا ته د اندېښنې وړ مسله ده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان لپاره نه بلکې، د امریکا لپاره د اندېښنې وړ مسله بللې  ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د د TED په نوم له یو امریکايي بنسټ سره په انلاین مرکه کې ویلي، امریکا باید په دې اړه اندېښمنه واوسي چې له افغانستان څخه یې د سرتیرو ایستل د هغوی د هېواد لپاره څه پایلې درلودلی شي.

ښاغلي غني زیاته کړې، که څه هم اوس افغان ځانګړي ځواکونه د سیمې په کچه په دویم ځای کې دي، هوايي ځواکونه هم درې برابره شوي او دا ځواکونه اوس د امنیت ساتنې بشپړه وړتیا لري.

خو خبرداری یې ورکړ چې له ټاکلې مودې وړاندې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون مخکې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به د سولې پروسه اغیزمنه کړي.

ولسمشر غني په دغه مرکه کې د سولې او افغانستان د اوسني و ضعیت په اړه هم څرګندونې کړې  ویلي، یې  دي، که څه هم د پراخ تاوتریخوالي کچه په افغانستان کې کمه شوې ده خو لا هم د طالبانو د تاوتریخوالي له امله د مر‌ګ‌ژوبلې کچه خورا لوړه ده.

نوموړي زیاته کړې« پراخې  جګړې کمې  شوې  خو بیا هم هره ورځ د افغان نظامیانو د مړینې کچه په منځني ډول ۳۰ تر ۳۵ او د ټپیانو شمېر ۷۰ ته رسېږي.»

هغه وايي، طالبان د افغانستان د ټولنې یوه برخه ده او دا ډله هم باید ومني چې د افغانانو له غوښتنې پرته هېڅ نشي کولی او یوې سیاسي حل لارې ته اړتیا ده.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې د افغانستان وضعیت ته په پاملرنې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره زمینه برابرېدلی شي او دا به افغانستان د افغانانو په مالکیت د سولې مذاکراتو په لور بوځي.

افغان ولسمشر زیاته کړې، چې د طالب بندیانو او حکومتي بندیانو د خوشې کولو بهیر دوام لري او د سولې د مخامخ خبرو د ژر پیلېدو هیله یې ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي