په کابل کې د برتانیې سفارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې وايي، طالبان باید د سولې په تړاو خپل جديت وښيي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه سفارت په اعلامیې کې راغلي«مونږ په طالبانو غږ کوو چې د افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي، د سولې په اړه جدیت وښایي، او د تاوتریخوالي کچه را کمه کړي.»
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې تاوتریخوالی او بریدونه د لا ډېرې ناامنۍ فضا د رامنځ ته کېدو لامل کېږي او د سولې هڅې او باور ته زیان رسوي.
دغه سفارت په افغانستان کې له ښکیلو خواو څخه غوښتي چې ژر جګړه ودروي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د یادونې ده، چې وړمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) هم په یوې اعلامیې کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواو څخه وغوښتل چې خپلې هڅې د تاوتریخوالي پر کمولو متمرکزې کړي او تلپاتې اوربند ته د رسېدو لپاره له زغم کار واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل