۰
د ښوونځیو په اړه د حکومت تازه پرېکړه:

ښوونځي په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زدکړې به دوام ولري

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
پوهنې وزارت وایي، د هیوادوالو د ژوند، حقونو او ګټو هر اړخ په پام کې نیسي نو ځکه یې ښوونځي په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زده کړې دوام کوي.
ښوونځي په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زدکړې به دوام ولري
پوهنې وزارت وایي، د هیوادوالو د ژوند، حقونو او ګټو هر اړخ په پام کې نیسي نو ځکه یې ښوونځي په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زده کړې دوام کوي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزوارت پرون سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اوس چې نړۍ او افغانستان کې کرونا وبا خپره ده، د انسان ژوند او بقا ساتل تر هر څه مهم دي.
 
د سرچینې په وینا نو له همدې امله د دولت کابینې پریکړه کړې ده چې ښوونځي تر یو ټاکلي وخت په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زده کړې به دوام کوي.
 
پوهنې وزارت زیاته کړې، دوی د کرونا وبا پر مهال د زده کړو دوام لپاره درې اړخیزه ستراتېژي جوړه کړې ده چې ځاني زده کړې، غیر حضوري زده کړې او په کوچنیو ټولګیو کې تجمعاتي زده کړې پکې شاملې دي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دوی به د یادو ستراتېژیو په اړه لومړی د عامې روغتیا وزارت مسلکي مشورې اخلي او وروسته به له ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه د هدایت غوښتنه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي