۰
امریکایي استازي:

افغانستان کې د نظامي حضور دوام امریکا له ماتې سره مخ کوي

پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۵
د امریکا د سنا او استازو مجلس محافظه کارو غړو له ټرمپ غوښتي چې ژر تر ژره دې له عراق او افغانستان خپل سرتېري وباسي.
افغانستان کې د نظامي حضور دوام امریکا له ماتې سره مخ کوي
د امریکا د سنا او استازو مجلس محافظه کارو غړو له ټرمپ غوښتي چې ژر تر ژره دې له عراق او افغانستان خپل سرتېري وباسي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادو استازو ټرمپ ته په یوه لیک کې لیکلي، چې که د سترې او پیاوړې امریکا هيله لري، نو که یې ځواکونه په افغانستان کې وي امریکا به له ماتې سره مخ شي.
 
استازو په دې ګډ لیک کې ټرمپ ته ویلي، امریکایي ځواکونه باید له بې پایه جګړو و ایستل شي او دوی باید په خپل هېواد کې ماموریت ترسره کړي.
 
د سرچینې په خبره له دې وروسته له افغانستان او عراق هېڅ ګواښ امریکا ته نه شي متوجه کېدلی نو واشنګټن ته نه ده په کار چې د نورو لپاره جګړې وکړي.
 
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د امریکا د سنا او استازو مجلس غړو له ټرمپ ورته غوښتنې کړې وې. ټرمپ هم ټینګار کوي چې هېواد یې په بې پایه جګړو کې نه ښکېلوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي