۰
امریکايي سناتور:

بایډن دې د اګست له ۳۱ وروسته هم افغانستان ته اضافي سرتېري ولېږي

شنبی ۲۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۸
د امریکا د سنا مجلس غړي مککانل د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي، چې د اګښت له ۳۱ مې وروسته هم افغانستان ته اضافي سرتېري ولېږي.
بایډن دې د اګست له ۳۱ وروسته هم افغانستان ته اضافي سرتېري ولېږي
د امریکا د سنا مجلس غړي مککانل د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي، چې د اګښت له ۳۱ مې وروسته هم افغانستان ته اضافي سرتېري ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سناتور د افغانستان په اړه د ولسمشر بایډن تګلاره بې باکه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې که افغانستان ته ډېر سرتېري وانه استول شي ښایي په کابل کې د امریکا سفارت د طالبانو لاس ته ولوېږي.

نوموړي ټینګار کړي، چې طالبان له نظامي لارې څخه د بري هلې ځلې کوي او په خبره یې باید ولسمشر بایډن ژرتر ژره خپل لوری بدل کړي.

دغه امریکايي سناتور له بایډن څخه دا غوښتنه پر داسې مهال کوی، چې افغانستان کې پر یو شمېر لویو ښارونو او ولایتونو د طالبانو تر ولکې وروسته امریکا افغانستان ته د ۳ زره سرتېرو د لېږلو اعلان کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، دغه سرتېري به ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي او دنده یې د امریکايي اتباعو خوندي لېږدول دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړي، چې افغانستاته شاوخوا ۳ زره لېږونکي سرتېري به له دغه هېواد څخه د امریکا د سفارت د کارکوونکو په اېستلو کې مرسته وکړي.
 
جمهور خبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي