۰
کاناډا او استرالیا:

طالبان دې له تاوتریخوالي په ډکو کړنو د سولې فرصت نه ضایع کوي

پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
په کابل کې د کاناډا او استرالیا سفیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې وايي، د طالبانو اوسنۍ تاوتریخوالی د منلو نه دي.
طالبان دې له تاوتریخوالي په ډکو کړنو د سولې فرصت نه ضایع کوي
په کابل کې د کاناډا او استرالیا سفیرانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې وايي، د طالبانو اوسنۍ تاوتریخوالی د منلو نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سفیران په یوه ګډه اعلامیه کې په دغه اعلامیه کې راغلي، د تاسف او خواشینۍ ځای دی چې طالبان پر افغان ځواکونه بریدونه کوي او هغه سرتېري په نښه کوي چې د خپلو هېوادوالو امنیت تامینوي.
 
په اعلامیه کې د دوی له قوله راغلي، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل د جدي اندېښنې وړ دي او په وینا یې نور هېوادونه هم باید په دې دریځ کې د کاناډا او استرالیا ترڅنګ ودرېږي.
 
دوی زیاته کړې، طالبانو بریدونه ډېر کړي، د بشري حقونو پر فعالینو بریدونه کوي، علما په نښه کوي او نا امني یې ډېره کړې ده.

دغه سفیران وایي، دا د حیرانتیا خبره ده چې د نړیوالو د سولې له هڅو سره سره طالبان جګړه کوي او د خپلو افغانانو غږ ته غوږ نه نیسي.
 
د کاناډ او استرالیا سفیرانو ټینګار کړي، چې افغانان سولې ته اړتیا لري، د سولې تږي دي، جګړه باید ودرول شي، بین الافغاني خبرې پیل شي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې له تاوتریخوالي په ډکو کړنو نه ضایع کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي