راپورونه وايي، د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوندزاده زوی ملا یعقوب د طالبانو د جنګي برخې مشر ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا بدلون په داسې حال کې دی چې د بین الافغاني خبرو د پيل هیلې زیاتې شوي دي.
اې پي خبري آژانس وايي، د طالبانو د پوځي څانګې د مشر په توګه ملا یعقوب د جنګ میدان ته د خپل پلار په څېر د یو داسې کس تجربه راوړي چې ژر مفاهمت نه کوي.
سرچینې، د طالب مشرانو له قوله ویلي، وروستۍ ټاکنه خپله د طالبانو مشر ملا هېبت الله کړې او هدف یې د طالبانو د سیاسي او پوځي څانګو کلکه څارنه ده.
دغه آژانس وايي، طالب مشرانو ورته ویلي چې د طالبانو د رهبري شورا څلور غړي د طالبانو ۲۰ کسیزې مذاکراتي ډله کې شامل کړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل