پوځي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې، د غزني د مرکز اړوند عاشقوال، ارزوی خورد و ارزوی کلان په سیمو کې شوې ده.
د یادې قول اردو د رسنیو مسوول ایمل مومند وايي، افغان ځواکونو طالبانو بریدونه شنډ کړل او په ځوابیه برید کې یې ۸ طالبان وژلي او دوه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې وژل شویو کسان د ملا حضرت خالد او ملا طلحه نفر و او له دوی څخه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غزني