۰

د کندهار ارغستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر وژل شوی دی

دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۸
امنیتي سرچینې وايي، د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د امنیت مدیر عبدالناصر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د کندهار ارغستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر وژل شوی دی
امنیتي سرچینې وايي، د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د امنیت مدیر عبدالناصر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل  شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی وړمه شپه له خپلو دوه ساتونکو سره یو ځای په ماین چاودنه کې  وژل شوی دی.

د کندهار چارواکو تر  اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي