۰

د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون امر او زوی یې وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۷
امنیتي سرچینې تاییدوي، چې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست دوه افسران چې پلار او زوی دي په کابل کې وژل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون امر او زوی یې وژل شوي دي
امنیتي سرچینې تاییدوي، چې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست دوه افسران چې پلار او زوی دي په کابل کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډګروال عبدالقیوم ځاځی د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون امر او زوی یې فهیم د ملي امنیت ریاست افسر وو.

د کابل امنیه قومانداني وايي، ډګروال عبدالقیوم ځای ځای او زوی یې فهیم نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه سهار ۷:۳۰ بجې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ په حسین خېلو سیمه کې وژل شوي دي.

سرچینې په یوه بیان کې ویلي، ډګروال عبدالقیوم ځاځی او زوی یې دندې ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي