۰
د مالیې وزارت:

ښايي په ملي عوایدو کې تر ۳۰ سلنې کموالی راشي

سی شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۵
د مالیې وزارت مسوولین وايي، کرونا وبا په کارو بار ناوړه اغېز کړې او ښايي په ملي عوایدو کې له ۲۵ تر ۳۰ سلنې کموالی راشي.
ښايي په ملي عوایدو کې تر ۳۰ سلنې کموالی راشي
د مالیې وزارت مسوولین وايي، کرونا وبا په کارو بار ناوړه اغېز کړې او ښايي په ملي عوایدو کې له ۲۵ تر ۳۰ سلنې کموالی راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د یاد وزارت د مالي چارو مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ پرون دوشنبې د زمري ۶ مه د کرونا  د اقتصادي او ټولنیزې اغېزې په اړه د څلورمې لوړې کچې غونډې لومړۍ دورې ناسته کې کړې دي.

ځدراڼ د غونډې ګډونوالو ته د هېواد د مالي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل ویې ویل، چې کرونا ویروس د هېواد په عوایدو منفي اغیز کړی دی.

د ځدراڼ په خبره داسې ښکاري چې د روان مالي کال تر پایه به په ملي عوایدو کې له ۲۵ تر ۳۰ سلنه کموالی راشي، په داسې حال کې، چې تېر کال بیا له ۲۰۰ میلیارده زیات عواید راټول شوي وو.

د مالیې وزارت وایي د کورونا ویروس په خپریدو سره به د هیواد اقتصادي وده روان او راتلونکي کال کې راټیټه شي او د دې ویروس د خپریدو اغیزې به د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه لا پراخه کړي.

بلې خواته، د مالیې وزارت د مالي چارو مرستیال ویلي، حکومت د کرونا پر ضد د مجادلې په برخه کې ټولې هڅې په هغو پروګرامونو باندې متمرکزې کړي دي چې اولویت لري.

د آسیایي هېوادونو لپاره د اروپايي اتحاديې مسؤل رافاییل په دې غونډه کې ویلي، د کرونا خپرېدو ټوله نړۍ په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې کمزوری اقتصاد لري اغیزمن کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له دغو هېوادونو سره مالي مرستې وکړي.

د آسیایي هېوادونو لپاره د اروپايي اتحاديې مسؤل له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د نړیوالو مرستو په مصرفولو کې دې شفافیت په پام کې ونیسي.

په دغه ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ خونې ښځینه مسؤلانو وویل چې کرونا ویروس په خصوصي سکتور منفي اغیز کړی او سوداګري یې کمزورې کړې ده.

د ماليې وزارت وايي، ناستې ګډونوالو ټينګار کړی، چې د جینیوا په ناسته کې چې د روان کال په وروستيو کې ترسره کېږي تمويلوونکي بايد له افغانستان سره د خپلو همکاریو کچه زياته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي