۰

بلخ کې د نباتي غوړیو یوې فابریکې بېرته فعالیت پیل کړ

شنبی ۲۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مالیې وزارت وايي، په بلخ کې یې د پنبې او نباتي غوړیو فابریکه شاوخوا یوې لسیزې وروسته بېرته فعاله کړه او په کندوز کې به د سپین زر غوړیو فابریکه هم یو کال کې دننه بېرته پرانیزي.
بلخ کې د نباتي غوړیو یوې فابریکې بېرته فعالیت پیل کړ
د مالیې وزارت وايي، په بلخ کې یې د پنبې او نباتي غوړیو فابریکه شاوخوا یوې لسیزې وروسته بېرته فعاله کړه او په کندوز کې به د سپین زر غوړیو فابریکه هم یو کال کې دننه بېرته پرانیزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بلخ فعاله شوې فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۸ ټنه غوړي تولیدوي او ظرفیت به یې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ټنو پورې لوړ کړای شي.

خبرپاڼه د مالیې د سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال له قوله وايي، د د کندوز د سپين زر غوړیو شرکت به په یوکال کې دننه فعاله شي چې د ورځې به د لس ټنه غوړیو تولید وکړي.

نوموړي زیاته کړې، همدا راز به د ګلبهار دنساجۍ فابریکې په فعالولو سره هم په یو کال کې د ۵۰۰ زره جوړه کالیو د ګنډلو ظرفیت هم پیدا کړو.

د یادونې ده چې د بلخ د غوړیو فابریکه د ازبکستان په مالي مرسته بیرته فعاله شوې چې د جګړو له کبله شاوخوا لس کاله له کاره لویدلې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي