۰

د وردګو ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي وژل شوی دی

سی شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۷
ملي دفاع وزارت د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي او د هغه د شپږو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د وردګو ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي وژل شوی دی
 ملي دفاع وزارت د میدان وردګ ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي او د هغه د شپږو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د زمري ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پرون طالبانو پلان درول، چې د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

خو په وینا یې افغان ځواکونه د طالبانو له دغه پلان څخه خبر او وار یې پرې وړمبۍ کړ، چې په ترڅ کې یې د یاد ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي له پنځو نورو طالبانو سره و وژل شو.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د طالبانو یو میل دهشکه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي