۰
ولسمشر غني:

طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته زرګونه افغان سرتېري وژلي

سی شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۵۱
طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته زرګونه افغان سرتېري وژلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبانو دوحه کې له امریکا سره تر تړون وروسته زروګونه افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن سه شنبې د زمري ۷ مه کابل کې د لوړ پوړو چارواکو غونده کې کړې او ویلي یې دي، چې یو شمېر سرتېري تري تم شوي هم دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې د دوحې له تړون وروسته ۳۵۶۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژلي او ۶۷۸۱ نور یې  ټپیان کړي دي.

دغه راز ولسمشر وايي، د طالبانو په بریدونو کې پر دې سربېره ۳۰۳۷ ملکي وګړي هم وژل شوي دي او پر خلکو د توغندیو ویشتل د طالبانو ورځنی عادت دی.

ولسمشر غنی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۴ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېر مسوول یې وسله وال طالبان دي.

په ورته وخت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او ناټو هم د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندښه ښودلې او طالبان یې تر ډېره د دغه مرګ ژوبلې مسوول بللی دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي طالبان باید تاوتریخوالی بند کړي تر څو سولې ته لار برابره شي.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو راپور رد او بې بنسټه بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي