۰

د ملي مصالحې عالي شورا د اوربند غځېدو هڅې پیل کړې دي

دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
د حکومت او طالبانو له خوا د لوی اختر دریو ورځو کې اوربند نه وروسته د د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د دغه اوربند غځېدو هڅې پیل کړې دي.
د ملي مصالحې عالي شورا د اوربند غځېدو هڅې پیل کړې دي
د حکومت او طالبانو له خوا د لوی اختر دریو ورځو کې اوربند نه وروسته د د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د دغه اوربند غځېدو هڅې پیل کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادوې شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، دوی تمه لري چې په افغانستان کې د ښکېلو لورو ترمنځ اوسنی اوربند تر اختر وروسته هم وغځېږي چې د سولې لپاره د باور فضا پیاوړې شي.

نوموړي زیاته کړې، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له زلمي خلیلزاد او د افغان حکومت له ځینو چارواکو سره پر دې مسئله سلا مشورې هم کړې دي او له دوی یې غوښتي چې باید د اوربند د غځولو پر لارو چارو فکر وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي اوربند او سوله د افغانانو ارمان دی او دې هدف ته رسېدو لپاره د اوربند غځېدل د باور فضا پیاوړې کوي او هیلې زیاتوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي