۰

د ننګرهار په محبس د داعش برید لا هم پای ته نه دی رسېدلی

دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
راپورونه وايي، د ننګرهار په محبس د داعش وسله والو برید له ۱۲ ساعته وروسته لا هم پای ته نه دی رسېدلی او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د ننګرهار په محبس د داعش برید لا هم پای ته نه دی رسېدلی
راپورونه وايي، د ننګرهار په محبس د داعش وسله والو برید له ۱۲ ساعته وروسته لا هم پای ته نه دی رسېدلی او د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د زمري ۱۲مه ماښام څه کم ۷ بجې د ننګرهار په مرکزي محبس لومړی موټر بم او وروسته ډلیز وسله وال برید وشو.

د برید مسوولیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، تر دې دمه دوی ته پنځه جسدونه او ۴۲ ټپیان وروړل شوي دي، چې دا یې وروستي ارقام نه دي او ښايي بدلون ومومي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، چې  له زندان څخه ګڼ شمېر زندانیان هم تښتېدلي، چې  ۱۵ تنه یې بېرته د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، درې بریدګر وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت یوازې د یوه تن د وژل کېدو او ۲۴ تنو د ټپي کېدو تایید کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې ځینې راپورونه وايي، برید لا هم پای ته نه دی رسېدلی او اوس هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي او افغان ځواکونه په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.
 
د پېښې سیمه د افغان ځواکونو له‌خوا کلابنده ده او هېڅ‌چا ته په شااوخوا لارو، کوڅو او سړکونو د تګ راتګ اجازه نه‌ ورکول کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي