د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن وايي، په امریکايي حکومت کې یو نظر دا دی، چې عراق باید تجزیه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې بولټن دا هم ویلي، د امریکا حکومت کې بل نظر دا دی، چې د ایران حکومت هم باید بدل شي.
بولټن په یوه تازه مرکه کې ویلي، له وړاندې هم د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دا نظر موجود و چې عراق باید تجزیه شي او کوردان ځان ته هېواد جوړ کړي، خو په خبره یې یو شمېر کسان یې مخالفت وکړ.
هغه همدا راز ویلي اوس باید کوردان د امریکا تر ټاکنو وروسته د خپلواک هېواد جوړولو ته تیاری ولري ځکه د نوموړي په خبره په امریکايي حکومت کې د عراق د تجزیه کېدو نظر په پراخه پیمانه موجود دی.
امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ټینګار کړی،چې د عراق تجزیه به مثبتې پایلې ولري، ځکه که د عراق د تجزیه کېدو اوسنی وضعیت دوام وکړي نه یوازې دا چې مثبت لوري ته نه ځي، بلکې برعکس مخ پر خرابېدو دی.
جمهورخبري آژانس:کابل