۰
د کړکېچ نړیوال سازمان:

د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو دریځ مبهم او ناڅرګند دی

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۳
د کړکېچ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، د سولې د مذاکراتو په اړه د طالبانو دریځ مبهم او ناڅرګندی دي، چې دغه څه د افغان سولې کاواکه بهیر له لویو خطرونو سره مخ کړی دی.
د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو دریځ مبهم او ناڅرګند دی
د کړکېچ نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، د سولې د مذاکراتو په اړه د طالبانو دریځ مبهم او ناڅرګندی دي، چې دغه څه د افغان سولې کاواکه بهیر له لویو خطرونو سره مخ  کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور کې ویل شوي تر اوسه د طالبانو له لوري دا نه ده څرګنده شوې، چې دوی به د ځینو حیاتي موضوع ګانو په اړه مذاکراتو کې له افغان حکومت سره پر څه غږېږي.

راپور پرون سه شنبې د زمري ۲۱ مه خپرو شوی او په کې راغلي، چې طالبان د افغانستان د راتلونککي په اړه د اجماع په رامنځ ته کولو کې اوږده لار پر مخ کې لري.

په راپور کې ویل شوي، د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره خورا مهمه ده، چې طالبان یو منسجم سیاسي لرلید وټاکلي او جوړجاړي ته چمتوالی وښي.

دغه سازمان په دې راپور کې له طالبانو غوښتي، چې د مذاکراتو په لړ کې د ښځو او لږکیو د حقونو د ساتنې پر څرنګوالي خپل دریځ روښانه کړي.

دوی له طالبانو دا هم غوښتي، چې روښانه کړي، چې د افغان پوځیانو په جوړ کې څه ډول بدلون غواړي او جنګیالي یې په دغه جوړښت کې څه ونډه درلودلی شي.

د کړکېچ نړیوال سازمان ویلي، د سولې په اړه د کابل دریځ نسبتاً روښانه دی او تر خپلې وسې به د اوسني وضعیت پر خوندي کولو تمرکز وکړي.

راپور کې راغلي، د طالبانو دا هیله ډېره پراخه ده چې غواړي افغانستان له بهرنيو نظامي ځواکونو څخه خلاص کړي او هغه څه بیا رامنځته کړي چې دوي یې مشروع اسلامي واکمني ګڼي. ‌

د پوځیانو د کمولو په اړه د امریکا پرېکړې ته په کتو، راپور کې لیکل شوي چې د سولې کاواکه بهير له لوړو خطرونو سره مل دی.

که څه هم راپور کې ویل شوي، چې طالب استازو نړیوالې ټولنې ته د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو ډاډ ورکړی خو په وینا یې د دغې ډلې ځینې غړي ادعا لري چې د "اسلامي امارات" د جوړولو لپاره جګړه کوي او دا د طالبانو د موخو په اړه د اجماع نشتون څرګندوي.

په راپور کې د رغندو مذاکراتو د یقیني کولو لپاره، د کړکېچ نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې طالبان دې د جنګ په اړه له پیغام رسولو نه ډډه وکړي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د مدنې ټولنې او بشري مرستندویو ادارو په شمول دې، له اړوندو خواوو سره د سولې پراخو مذاکراتو ته ځانونه چمتو کړي.

همدارنګه، د افغانستان حکومت ته سپارښتنه شوې چې د طالبانو په چلن او خطاب کې هر ډول بدلون ورغبرګ کړي او د جوړجاړي لپاره د هغوي روحیه وستايي.

د کړکېچ نړیوال سازمان له بهرنیو هېوادونو څخه غوښتنه کړې څو طالبان وهڅوي چې په خبرو اترو کې خپل ګډون د کارنده داخلي بحثونو او پراخې بهرنۍ راشه درشه له لارې پياوړی کړي.

یاد سازمان دا راپور پر داسې مهال خپروي، چې کېدای شي په نېږدې راتلونکو ورځو کې په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ بین الاافغاني مذاکرات پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي