۰

له اوربند نه د ناټو او خلیلزاد هرکلی، دواړه لوري باید نور ګامونه هم واخلي

یکشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۲
ناټو سازمان او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو او افغان حکومت له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.
له اوربند نه د ناټو او خلیلزاد هرکلی، دواړه لوري باید نور ګامونه هم واخلي
ناټو سازمان او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو او افغان حکومت له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له مخې خلیلزاد په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې روژه اغېزمنه کړه او د تاوتریخوالي دوام ورسره افغانانو ته ځانګړی کړاو هم درلود.

نوموړی وايي، که څه هم د کرونا ضد مبارزه او تاوتریخوالي راکمولو په برخه کې لا هم سختې ننګونې پاتې دي.

خو په وینا یې که د ټولو خواو مشران سمې پرېکړې وکړي او د خپلو خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي پر دغو دواړو برخو کې به برلاسی ترلاسه کړي.

نوموړي ټینګاتر کړي، چې دا پرمختګ د سولې د بهیر چټکولو فرصت وړاندې کوي، نور مثبت ګامونه باید سملاسي ورپسې واخیستل شي.

خلیلزاد وايي، د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د دواړو خواو د بندیانو خلاصون، د تاوتریخوالي لوړې کچې ته نه ستنېدو او د بین الافغاني بین الافغاني مذاکراتو د پيل د یوې نوې نېټې د ټاکلو لپاره  هلې ځلې باید وشي، تر څو لاسته راغلی فرصت له لاسه ونه وځي.

خلیلزاد ویلي، امریکا به په دغو ټولو برخو کې د مرستې او همکارۍ لپاره خپل رول ادا کړي.

بل خوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دی د افغان حکومت او طالبانو لخوا د درې ورځې جګړې بندولو د پرېکړې هرکلی کوي.

د هغه په وینا اوس ټولو لوریو ته پکار ده چې له دې فرصت څخه د افغانانو د ګټو د خوندیتوب لپاره استفاده وکړي.

سټولټنبرګ دغه راز یو وار بیا د افغانستان د دایمي ثبات په لاره کې د ناټو د مرستو په دوام ټینګار کړی دی.

د یادونې ده، طالبانو تېره شپه په یوه اعلامیه کې درې ورځې اوربند اعلان کړ او زیاته یې کړه تر څو پر دوی برید ونه شي، طالبان به اجازه ونه لري چې پر افغان ځواکونو برید وکړي.

له دې سمدستي وروسته ولسمشر غني هم د اوربند هرکلی وکړ او خپلو ځواکونو ته یې امر وکړ چې سمدستي دې پر طالبانو د دریو ورځو لپاره پيل کړي یرغلیز عملیات ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي