۰

ناټو: په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموو

چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۰
د ناټو سازمان عمومي مشر ینس سټولټنبرګ وايي، دوی پلان لري، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر چې اوس دی راکم کړي.
ناټو: په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموو
د ناټو سازمان عمومي مشر ینس سټولټنبرګ وايي، دوی پلان لري، چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر چې اوس دی راکم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي نور جزیات نه دي ورکړي خو دا یې ویلي، د ځواکونو د شمېر کمولو شرط دا دی، چې طالبان له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم ویلي، په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ته د له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو لارښوونه کړې ده.

هغه ویلي وو، لا ډاډه نه دي، چې د امریکايي پوځیانو وتل پیل شوي او که نه خو په وینا یې پکار ده، چې له طالبانو سره د شوې هوکړې وروسته په لسو ورځو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر واک لري، چې له ۱۳ زره شته سرتېرو ۸۶۰۰ سر له اوسه وباسي.

هغه ویلي«موږ غواړو صداقت وښیو او د ځواکونو ایستل پیل کړو.»

اسپر زیاته کړه، امریکا هیله لري چې د مارچ تر اتمې پورې به، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیلېږي، جګړه سړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي