۰
د پاکستاني طالبانو ویاند:

پاکستاني پوځ د پښتنون مشرانو وژنې ته هڅولم

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۷
د پاکستاني طالبانو یو مخکښ غړی او د دغه ډلې پخوانی ویاند احسان الله احسان وايي، د پاکستان پوځ ورته د پښتنو مشرانو د وژلو پروژه ورکوله نو ځکه ترې وتښتېده.
پاکستاني پوځ د پښتنون مشرانو وژنې ته هڅولم
د پاکستاني طالبانو یو مخکښ غړی او د دغه ډلې پخوانی ویاند احسان الله احسان وايي، د پاکستان پوځ ورته د پښتنو مشرانو د وژلو پروژه ورکوله نو ځکه ترې وتښتېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جمعیت الاحرار ډلې دغه پخواني ویاند زیاته کړې، کله چې د پاکستان حکومت له نیولو وروسته بېرته خوشی کړ، نو په پېښور ښار کې یې ورته دفتر جوړ کړ.

نوموړی وايي، د پاکستان حکومت ورته ویلي و، چې که چېرې د یوې وژونکې ډلې مشري پر غاړه واخي، نو پخوانۍ دوسیې به یې وتړي او مالي مرستې به ورسره وکړي.

د وايي د دې وژونکې ډلې د مشرۍ تر څنګ پاکستان ورته یو لېست هم سپارلی وو چې په دغه لېست کې شامل کسان باید و وژل شي.

هغه په ټینګار سره زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ ورته د پښتونو قومي مشرانو، متخصیصینو، مدني فعالانو، لیکوالانو او ځینو خبریالانو د وژلو لېست ورکړی وو.

خو په وینا یې ده، دا هر څه رد کړل او د پاکستان د پوځ له منګولو یې ځان خلاص او وتښتېده.

دا چې احسان الله اوس چېرته معلومات نشته خو ویلي یې دي، د پاکستان پوځ او حکومت اوس هم لګیا دی په سیمه کې د تروریستي کړنو په هدف وژونکې ډلې جوړوي او هڅه کوي پښتانه مشران او فعالان ختم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ځینې راپورونه وايي، د پاکستان پوځ او استخباراتو د خټک په نوم د وسله والو یوه نوې ډله جوړه کړې، تر څو پرې خپل اهداف پوره کړي.

د پاکستان له لوري د نویو وسله والو ډلو او پخوانیو هغو د ملاتړ خبره په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني هم تایید کړې ده.

هغه څو ورځې وړاندې په خبرو کې ویلي پاکستان اوس هم د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او په سیمه کې د ترهګرۍ خپروونکی دی.

دغه پخواني پاکستاني دیپلومات له افغانستان نه د امریکايي پوځیانو وتل د سیمې په زیان بللي.

حسین حقاني په ټینګار سره زیاته کړې وه، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د پاکستان په ملاتړ د افغانستان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي