ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه مات کړي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبنې د زمري ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي او د هغوی یې پر شاه تمبولي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، په جګړه کې د ملا شریف او ملا فتح الله په ګډون ۹ وسله وال طابان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل