ولسمشر محمداشرف غني وايي، تر راتلونکو دوو میاشتو به کمال خان بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې پرون یکشنبې د وږي ۹ مه د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې و ویل، چې د دغه بند په جوړېدو سره به د افغانستان د شپږ میلیارد متر مکعب اوبو د ضایع کېدو مخ ونیول شي.
ښاغلي غني و ویل« دوه میاشتې وروسته به ان شاء الله له ۷۰۰ کلن انتظار وروسته تاسو د کمال خان بند له اوبو څخه د ډکېدو شاهدان اوسۍ. په دغه بند کې به ۶ میلیارد متر مکعب اوبه راټولې شي.»
ولسمشر وايي، د دې بند له اوبو به د کندهار او هرات تر منځ د کرنېزو ځمکو په خړوبړلو کې ګټه واخیستل شي او د لومړي فاز په جوړېدو سره به یې راتلونکی کال ۵۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.
د یادونې ده،د کمال خان بند جوړېدل د نیمروز او جنوب لویدیځې حوزې د خلکو لویه غوښتنه ده چې درې کاله وړاندې یې د درېیم فاز د بنسټ ډبره ولسمشر غني کېښوده.
ولسمشر غني اوبه د افغانستان شتمني ګڼي او د مهارولو او مدیريت لپاره يې په وار وار ټينګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل