۰
فارن پالیسي:

۶۰ سلنه خوشي شوي طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوي

یکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۳
فارن پالیسي وېبپانې د یوې تازه څېړنې پر بنسټ راپور ورکړي، چې د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون پروسې تر بشپړېدو وروسته د دغه ډلې ډېری غړی بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
۶۰ سلنه خوشي شوي طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته ستانه شوي
فارن پالیسي وېبپانې د یوې تازه څېړنې پر بنسټ راپور ورکړي، چې د ۵ زره طالب بندیانو د خلاصون پروسې تر بشپړېدو وروسته د دغه ډلې ډېری غړی بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فارن پالیسي زیاته کړې، چې جګړې ته د خوشي شویو طالب بندیانو د بېرته ستنېدو په اړه یې د شمالي ایرلنډ د کووین پوهنتون یو راپور چې تر اوسه نه دی خپور شوی تر لاسه کړی دی.

د سرچینې په وینا په دغه راپور کې ویل شوي، ۶۰ سلنه هغه طالب زندانیان چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت له خوا خوشي شوي بېرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي دي.

فارن پالیسي د راپور پر اساس وايي، دغه بندیان نه یوازې دا چې د جګړې لیکو ته ستانه شوي، بلکې یو شمېر یې د مهمو نظامي قوماندانانو او ولسوالانو په توګه هم مقرر شوي دي.

راپور کې راغلي هغه ۱۰۸ خوشې شوي طالب بندیان چې د څېړنې لپاره غوره شوي له نیمایي زیات یې بېرته د طالبانو لیکو ته ورغلي چې ډېرو هغو ته یې مهم مسؤلیتونه سپارل شوي دي.

د دې څېړنې پر اساس، یواځې ۸ سلنه خوشې شوي بندیان چې غوښتل یې بېرته د جګړې میدان ته لاړ شي، د خپلو کورنیو په خاص ډول د خپلو مېرمنو له مخالفت سره مخامخ شوي دي.

دغه راز له خوشې شویو زندانیانو څخه ۲۴ تر ۲۷ سلنه نور هغه یې د مختلفو دلایلو له مخې نه غواړي د جګړې لیکو ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې خوشي کېدونکو زندانیانو د خلاصون پر مهال له افغان حکومت سره ژمنه کړې، چې بیا به د جګړو لیکو ته نه ځي او خپل عادي ژوند به کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي