۰

کندهار کې د هوايي برید پر مهال ۲۵ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۵
ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
کندهار کې د هوايي برید پر مهال ۲۵ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن دوشنبې د وږي ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پرون د طالبانو یوه ډله د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ د لوی کارېز په سیمه کې راټول شوي و او غوښتل یې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوی، خو افغان ځواکونه چې په فعال دفاعي حالت کې دي پر وسله والو طالبانو برید وکړ او د هغوی پلان یې ورشنډ کړ.

ملي دفاع وزارت وايي، په جګړه کې د هوايي برید پر مهال ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت د لغمان په الیشنک ولسوالۍ کې هم د هوايي برید پر مهال د ۲۰ طالبانو د وژل کېدو او ۸ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي