۰

د بین الافغاني خبرو پرانست غونډه کې ګډونکونکو هېوادونو د اوربند غوښتنه وکړه

شنبی ۲۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۸
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پیل په پرانست غونده کې ګډونکونکو هېوادونو په یوه خوله تر هر څه وړاندې د سرتاسري اوربند په ټینګېدو ټنګار وکړ.
د بین الافغاني خبرو پرانست غونډه کې ګډونکونکو هېوادونو د اوربند غوښتنه وکړه
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو د پیل په پرانست غونده کې ګډونکونکو هېوادونو په یوه خوله تر هر څه وړاندې د سرتاسري اوربند په ټینګېدو ټنګار وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د حکومت او طالبانو تر منخ د سولې مخامخ خبرې نن د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې، چې پرانست غوندې ته یې د قطر د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان د ملي مصالحې مشر ډاکتر عبدالله، د طالبانو استازي ملا عبدالغني برادر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د یو شمېر نېږدې او لرې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ویناوې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر:

دا یوه تاریخي او مهمه ورځ ده، دواړو لوري باید له تېر څخه عبرت واخلي او پر راتلونکې باور ولري او د افغانستان د خلکو حقوقو ته درناوی وکړي. قطر به د دغه پروسې د بریالیتو لپاره هېڅ راز هڅې ونه سمپوي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي، چې په ټول توان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ یوه داسې توافق ته چې پر مټ یې جګړه پای ومومي او د افغانستان خلک له سولې برخمن شي، برابره کړي. هیله ده، دواړه لوري په پوره زغم او حوصلې سره خبرې مخ ته یوسي، اوربند وکړي او افغانستان یوې تل پاتې سولې ته ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پميیو:

امریکا له یوه خپلواک متحد او دموکراتیک افغانستان څخه ملاتړ کوي، دا د افغانانو له پاره یو رښتینی او تاریخي فرصت دی، چې له یو بل سره د ناستې لار او له دې لارې د خپل هېواد برخلیک ټاکي. دا هیله پارونکې شیبه ده او دا چې موږ د رڼا په لور ګورو، موږ د څلورو لسیزو د جګړو تورتمونه، بایلل شوي ژوندونونه او فرصتونههم یادوو. د امریکا متحده ایالتونه د یوه خپلواک، یو موټي او دیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي چې له ځان او ګاونډیو سره په سوله کې واوسېږي. زه یوازې د دغو کړنو غوښتنه کولای شم او تاسو به د افغانستان د تاریخ راتلونکی څپرکي ولیکۍ، موږ هیله لرو چې دا څپرکي به د پخلاینې او پرمختګ څپرکي وي، نه د اوښکو او وینې بهیولو بله تاریخچه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش:

ملګرو ملتونو د افغانانو تر منځ د مخامخ خبرو د پيل هرکلی کوي، د افغان سولې پروسه د ملګرو ملتونو له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او ملګري ملتونه تمه لري چې دلته روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې پای ته ورسول شي. د نړۍ په حساسو شرایطو کې په مذاکراتو کې باید تر هر څه وړاندې بشردوستانه اوربند رامنځ ته شي. ملګري ملتونه د افغانستان پراختیا او اقتصادي ودې ته ژمن دي او د دغه هېواد په پرمختګ او سوله کې خپلو هر اړخیزو مرستو ته د تېر په څېر ادامه ورکوي.

د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ:

موږ د بین الافغاني خبرو د پیل هرکلی کوو، په دې خبرو کې باید د افغانستان د خلکو د تېرو دوه لسیزو لاس ته راوړنې وساتل شي، ځکه افغانانو او ناټو د دې لپاره قربانۍ ورکړې دي. زموږ قربانۍ بې ځایه نه وي، افغانستان دا مهال د ترهګرو لپاره امن ځای نه دی، دا د سولې لپاره بهترین فرصت دی، هغه سوله چې اخر پایله یې اوربند او د تاوتریخوالي پای ته رسېدل او تل پاتې سوله وي. موږ د مذاکراتو له دواړو لورو غواړو، چې نور تاوتریخوالي او جګړې ته د پای ټکی کېږي، ځکه سوله لرونکی افغانستان د ټولو په ګټه دی.

د اروپايي ټولنې استازی جوزف بازل:

موږ د افغان حکومت او طالبانو د خبرو ملاتړ کوو، اروپايي ټولنه غواړي، چې دغه خبرو کې د تېرو کلونو لاس ته راوڼې، د ښځو او ماشومانو حقوق خوندي شي، نور هېڅ شی باید د سولې د خبرو خند نه شي او اوربند باید رامنځ ته شي، هیله لرو دا خبرې د یوه سوکاله او باثبات افغانستان لامل شي.
 
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان:
 هیله ده، د افغان حکومت او طالبان تر منځ مذاکرات به روانه جګړه ختمه کړي او افغانان تل پاتې سولې ته ورسېږي، موږ د افغان سولې له روان بهیر بشپړ ملاتړ کو او ورته ژمن یوي، له ښکېلو خواو غواړو په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره تېر هېر کړي، هر راز اختلافات یوې خوا ته پرېږي، اوربند وکړي، ملي ګټې په پام کې نیولو سره خبرې مخ ته یوسي او داسې یو سیاسي جوړ جاړی وکړي، چې نړیوالو ته د منلو وړ وي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هی:

دا خبرې باید د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو سبب شي، دواړه لوري باید له زغم، حوصلې او صبر نه کار واخلي، د سولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ مخ ته ولاړې شي، هېڅ هېواد باید خپلې غوښتنې پر افغانانو تحمیل نه کړي. له دغه خبرو باید په یوه داسې پراخ چوکاټ کې ملاتړ وشي، ټولې سیاسي ډلې، ګوندونه او قومونه په کې په برابره توګه په راتلونکي قدرت کې شریک وي. چین په دې برخه کې د اسانچاري او منځګړي رول لوبولی شي او نړیواله ټولنه هم باید له عادلانه سولې ملاتړ وکړي، بهرني ځواکونه باید په منظم ډول او له شرایطو سره سم له افغانستان څخه ووځي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، محمود چاوش اوغلو:

جنګ او سوله یو ځای نه کېږي، موږ د بین الافغاني خبرو بشپړ ملاتړ کوو خو دا مذاکرات تر هر څه وړاندې اوربند ته ضرورت لري، دواړو لورو ته په کار ده چې لومړی باید اوربند وکړي او په همدې لړ کې دې مذاکراتو ته ادامه ورکړي، ترکیه تل د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او همدا چې افغانستان ته سوله او ثبات راځي موږ به له دغه هېواد سره خپلې اقتصادي همکارۍ نورې هم ډېرې کړو.

د هند استازی:

هند د ټولو هغو مذاکراتو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د دایمي سولې سبب ګرځي او روانه جګړه ختموي دا مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته یووړل شي، او اوربند وشي، هند یو ځل بیا ژمنه کوي، چې د سولې لپاره د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او دغه راز د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي وده کې به هم خپلو مرستو ته اداهه ورکړي. هند تر دې وړاندې هم د افغانستان پر مهمو بنسټیزو پروژو پانګونه کړې ده او یو ځل بیا ژمن دي چې د اړتیا پر مهال به پېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د یادونې ده، چې په دې پرانست غونډه کې د ناروې، سویډن، المان، ترکمنستان، ازبکستان اندونیزیا، پاکستان، اسپانیا، فنلنډ او جاپان هم ویناوې وکړې او ټولو په یوه خوله د سولې د بین الافغاني خبرو ملاتړ او په دغه خبرو کې لومړی په سرتاسري اوربند ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي